ads

ننګرهار کې ۱۰ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، هسکه مېنه کې يې د داعش ډلې سره په مخامخ نښته کې لسو داعش وسله والوته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1395
ننګرهار کې ۱۰ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، هسکه مېنه کې يې د داعش ډلې سره په مخامخ نښته کې لسو داعش وسله والوته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د هسکې مېنې ولسوالۍ په مريز کنډو سيمه کې له داعش وسله والو سره مخامخ نښته کړې، چې پرمهال يې ۶ داعش وسله وال وژل شوي او ۴ نور يې ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، په دغه نښته کې ولسي خلکو او افغان ځواکونو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA