ads

ننګرهار ولايتي اداره: ژر به خدمتي پوليس خپلو دندو ته حاضر شي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، ډېر ژر به په دغه ولايت کې خدمتي پوليس خپلو دندو ته حاضر او يا هم ګوښه کړای شي.

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1395
ننګرهار ولايتي اداره: ژر به خدمتي پوليس خپلو دندو ته حاضر شي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، ډېر ژر به په دغه ولايت کې خدمتي پوليس خپلو دندو ته حاضر او يا هم ګوښه کړای شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي معين مرستيال لوی پاسوال محمد سالم احساس د ننګرهار له والي ګلاب منګل سره په ناسته کې وويل، چې ډېر ژر به د ملي او ولايتي شورا له غړو سره خدمتي پوليس خپلو دندو ته حاضر شي او د سر غړونې په صورت کې به يې پر ځای نوې ګمارنې ترسره شي.
نوموړی وايي، په ياده ناسته کې په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان، د ننګرهار امنيې قوماندان او يو شمېر نورو مسوولينو هم ګډون کړی وو.
خوږياڼی زياتوي، سالم احساس په دغه ناسته کې ننګرهار والي څخه د خدمتي پوليسو ستونزې د حل او کانال لپاره د ځانګړو پوليسو د ګمارنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د ننګرهار ولايتي اداره په داسې حال کې خدمتي پوليس خپلو دندو ته د حاضرېدو خبره کوي، چې د معلوماتو له مخې اوس مهال د ملي او ولايتي شورا استازو لسګونه پوليس د اړيکو له مخې له ځانه سر خدمتي په دندو ټاکلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA