د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير عبدالله بن زايد ال نهيان ته پرون وويل، چې د کندهار د پېښې په اړه جدي څېړنې کېږي او له دوی سره به يې بشپړ جزيات شريک کړي.
رباني، چې د جمهور رييس غني له لوري د يوه افغان پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر کړی، د دغه هېواد له ملت او حکومت سره د دوى د ډيپلوماټانو د وژل کېدو غمرازي وکړي، اماراتي چارواکو ته د افغانستان د جمهور رييس او ولس له لوري د غمرازۍ د څرګندولو ترڅنګ زياته كړه، چې افغانان له ډېرو کلونو راهيسې د تروريزم او سختدريځۍ قربانيان دي، ځکه د اماراتيانو درد احساسولى شي.
د تېرې چهارشنبې په شپه د كندهار د والي په مېلمستون كې چاودنې د مرستيال والي، د ملي شورا دوو غړو، د پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د كورنۍ د دوو غړو او د متحده عربي اماراتو د پنځو ډيپلوماټانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل، د والي او د اماراتو د سفير په ګډون يې ۱۷ تنه ټپيان كړل.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د يکشنبې په ورځ د پاکستان لوی درستيز قمر جاوېد باجوه ته وويل، د کندهار د بريد په ګډون وروستي بريدونه هغو وسله والو سختدريځو کړي، چې په پاکستان کې مرکزونه لري او دغه هېواد يې په وړاندې اقدام نه کوي.


