په کندهار ښار کې د ښځو لپاره د کرنیز فارم د جوړولو چارې بشپړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
په دغو مراسمو کې د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ، د کندهار ولایت مــرستــیال عبدالــعـلي شمــسي، د بــېلا بېــلو دولتي ادارو مسوولینو او لسګونو مېرمنو ګډون کړی وو. د کندهار د ښځو چارو رييسې رقيې اڅکزۍ غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، په دغه ولایت کې د ښځو د کرنیز فارم د جوړولو چارې یو کال وړاندې پیل شوې وې او اوس بشپړې شوې.
نوموړې زیاته کړه، دغه کرنيز فارم په ٢٥ جريبه ځمکه کې جوړ شوی، ځمکه یې هم د افکو کمپنۍ لخوا د ښځو چارو ریاست ته ورکړل شوې او د جوړولو لګښت يې په جنوب کې د کرنېزې پراختيا موسسې له خوا ورکړل شوی دی.
اڅکزۍ زیاته کړه، د فارم ۵ جریبه ځمکه د انارو باغ ته ځانګړې شوې، د دې تر څنګ به يوه لويه نهال خونه کې ١٥٤زره بېلابېل نيالګي هم وروزل شي، چې په کرنيز فارم کې د لګولو تر څنګ به په بازار کې هم پلورل کېږي.
هغې وویل، په دغه فارم کې د مالدارۍ لپاره د وښو د کرلو ځاى هم ځانګړى شوى او دغه راز به په ٤ ګرين هاوسونو یا (شنو خونو) کې د مېرمنو له خوا بېلا بېل سبزيجات کرل کېږي او بازار ته به عرضه کېږي.
نوموړې یادونه وکړه، چې د کرنيز فارم د اوبولو لپاره به شپږ مياشتې د ظاهرشاهي کانال له اوبو کار اخلي او پاتې شپږ مياشتې به د برمې له اوبو کار اخيستل کېږي چې د اوبو د را ايستلو او نورو چارو لپاره دغلته د ١٥،٥ کيلوواټه په توليد د لمريزې برېښنا سيسټم هم برابر شوى دى.
د ښځو چارو ريیسې ټینګار وکړ چې د کرنيز فارم له محصولاتو څخه لاسته راغلې پيسې به بېرته په همدې فارم لګېږي، څو ښځې ښه توليدات ولري او له دې لارې د خپلو کورنيو لپاره نفقه برابره کړي.
د کندهار ولایت مرستیال عبدالعلي شمسي خوښي وښودله چې د مېرمنو لپاره یوه داسې پروژه بشپړه شوې چې د ډېرو مېرمنو په ژوند کې بدلون راوستلای شي.
هغه زیاته کړه، په کندهار کې ښځو ته هغسې کار نه دی شوی چې اړتیا یې وه.
شمسي د ښځو چارو له وزارت او مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه چې دغلته دې د مېرمنو لپاره داسې نورې پروژې پلې کړي چې اوږدمهالې او له اقتصادي اړخه ګټورې وي.
د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ وویل، هڅه یې دا ده چې په دې زون او ځانګړې توګه کندهار کې د مېرمنو لپاره ډېر څه وکړي، څو هغوی له هر اړخه په ځان بسیا شي.
دې ټینګار وکړ چې له دې وروسته دې داسې خپلسرې پروژې نه پلې کېږي چې مېرمنو ته يې هېڅ ګټه نه رسېږي.


