ads

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ډاکټرانو کار بنديز وکړ

د ننګرهار په عامې روغتيا روغتون کې لسګونه ډاکټرانو د دوی د امنيت د نه خونديتوب په خاطر کار بنديز اعلان کړ.

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1395
د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ډاکټرانو کار بنديز وکړ

د ننګرهار په عامې روغتيا روغتون کې لسګونه ډاکټرانو د دوی د امنيت د نه خونديتوب په خاطر کار بنديز اعلان کړ.
دوی وايي، حکومتي چارواکو ته دوه ورځې وخت ورکوي، چې د ډاډمن امنيت تضمين دې ورکړي، که نه نو دغه کار بنديز به يې له دې هم اوږد شي.
د ننګرهار د عامي روغتيا روغتون د داخله څانګې يو شمېر موظفو ډاکټرانو له کليد سره په خبرو کې وويل، چې په دې وروستيو کې انسان تښتوونکو ددوی له ډلې هم څو تنه تښتولي، چې وروستی هغه يې د ډاکټر نور علي شاه تښتول دي، چې تېره شپه را خوشې شو.
دوی وايي، ياد کار بنديز کې به دوی تر دوه ورځو پورې بېړني ناروغان تداوي کوي، خو که چېرته ورته حکومتي چارواکي ډاډ ورنه کړي، نو ياد کار بنديز به يې د بېړنيو ناروغانو پر وړاندې هم دوام وکړي.
بل لورته بيا د ننګرهار د عامې روغتيا د روغتون رييس ډاکټر احسان الله شينواری که څه هم د دغو ډاکټرانو کار بنديز ښه کار بولي، خو وايي، ددوی په روغتون کې هېڅ ډاکټر ته دا اجازه نه ورکوي، چې ناروغان دې تداوي نه کړي.
هغه وايي، له امنيتي ادارو سره په دې اړه ناستې لري او شونې ده، چې دغه کار بنديز ژر پای ته ورسېږي.
په جلال اباد ښار کې د دولتي او خصوصي روغتونو ډاکټران د دوی امنيت نه خونديتوب په غبرګون کې دا کار بنديز په داسې حال کې کوي، چې د عامې روغتيا د روغتون د مسوولينو په وينا ډېر سيمه ييز زور واکي يې په روغتون کې دننه ګواښي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA