د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه او په كې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د نمانځنې مراسمو طرزالعمل تصويب شو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د ملي امنيت شورا د هېواد د دفاع په لاره کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو او اتلوليو د ستايلو په هدف د دغو ځواكونو د ملي ورځې د نمانځنې مراسمو طرزالعمل (د نښانونو، مډالونو، ستاينليكونو او نغدي مکافاتو په ورکولو سره)، چې د بېلابېلو ادارو استازو څخه تشکيل شوي کاري ټيم د ملي امنيت شورا دفتر سره په همغږۍ ترتيب کړى و، تصويب او د عملي کېدو په هکله يې لازم تصميمونه ونيول شول.
د سرچينې په وينا، په دغه كاري ټيم كې د امنيتي او دفاعي ارګانونو، حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ، کار او ټولنيزو چارو او عدليې وزارتونو، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د ملي امنيت عمومي رياست استازي شامل دي.
سرچينه زياتوي، د ملي امنيت شورا غونډه کې د امنيتي او دفاعي سکټور وزيرانو د هېواد د عمومي امنيتي وضعيت په ځانګړي ډول د هلمند، اروزګان، کندوز، فراه، بغلان، فارياب او کونړ ولايتونو امنيتي وضعيت د ارزولو ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هغو لسګونو نظامي عملياتو په اړه، چې وسله والو ته په کې زيات زيانونه اوښتي، د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.


