د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په يوه پوهنتون کې پراخې اور لګېدنې مالي زيانونه اړولي دي.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، چې دا اور لګېدنه د شمالي وزيرستان مرکز واڼه كې د يو دولتي پوهنتون په ودانۍ کې رامنځته شوې ده.
چارواکي وايي، په ياده اور لګېدنه کې څلوېښت درسي خونې په بشپړ ډول سوځېدلې دي.
دا پېښه پرون ناوخته رامنځته شوې او تراوسه يې د علت په اړه څه نه دي ويل شوي.


