ads

ننګرهار کې ۶ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نيول شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو يې د بېلا بېلو جرمونو په تور شپږ تنه لاس په لاس نيولي دي.

نویسنده: TKG
28 مرغومی 1395
ننګرهار کې ۶ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نيول شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو يې د بېلا بېلو جرمونو په تور شپږ تنه لاس په لاس نيولي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول، حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره ورځ پوليسو د جلال اباد ښار شاوخوا سيمو کې درې تنه د سل زره پاکستانۍ کلدارو او يوې کرولا موټر د غلا، دوه تنه د مهاجرت د جعلي کارتونو او يو تن له يو ميل بې غږه تفانچې سره لاس په لاس نيولي دي.
نوموړی وايي، له نيول شويو کسانو څخه په جنايي جرمونو مديرت کې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي د بېلا بېلو جرمونو په تور د يو شمېر کسانو د نيولو خبرونه په داسې حال کې ورکوي، چې د عامو وګړو په اند نيول شوي کسان ډېر کله د پيسو او روابطو له لارې خوشې شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA