ads

د ننګرهار په بټي کوټ کې توغول شوې مرمۍ يوه ښځه وژلې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري په را توغول شوې مرمۍ يوه ميرمن وژل شوې ده.

نویسنده: TKG
28 مرغومی 1395
د ننګرهار په بټي کوټ کې توغول شوې مرمۍ يوه ښځه وژلې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري په را توغول شوې مرمۍ يوه ميرمن وژل شوې ده.
ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې تېره شپه د وسله والو او پوليسو ترمنځ نښته شوې، چې پرمهال يې د وسله والو له لوري د ولسي خلکو په کور توغول شوې مرمۍ لګېدلې، چې له امله يې يوه مېرمن د سختو ټپونو له امله نن سهار ساه ورکړه.
نوموړی وايي، افغان ځواکونو په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي، ترڅو ياده سيمه د وسله والو له شتونه پاکه کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA