په داسې حال كې، چې نن اروپايي ټولنه، كاناډا، امريكا او د اسلامي همكاريو سازمان په ګډه په نيويارك كې د ملګرو ملتونو سازمان په مقر كې د مسلمانانو په ضد له تبعيض او كركې سره د مبارزې غونډه جوړوي، په افغانستان كې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى فرانز مايكل ميلبن وايي، هېڅ ډول مذهبي تبعيض د منلو وړ نه دى او ياده ټولنه ژمنه ده، چې له دې پديدې سره مبارزه وكړي.
په كابل د اروپايي ټولنې دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه يو ورځنۍ غونډه د نړۍ په كچه د مسلمانانو په وړاندې تبعيض او كركه د دولتي او غير دولتي بنسټونو او خصوصي سكټور استازو له نظره څېړي او په راتلونكې كې له دې پديدې سره د مبارزې په هدف ځانګړي وړانديزونه كوي.
په افغانستان كې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مايكل ميلبن په وينا، دوى په عامه توګه نه يوازې په اروپا، بلكې په ټوله نړۍ كې د مسلمانانو په وړاندې د تبعيض او كركې د زياتوالي شاهدان دي.
هغه زياتوي، هېڅوك بايد د جنسيت، نژاد، قوميت، مذهب، باورونو او جنسي تمايلاتو په خاطر له تبعيض سره مخ نه شي.
نوموړى زياتوي، دا يوه نړيواله كړنلاره ده، چې د اروپايي ټولنې او افغانستان په ګډون ټوله نړۍ بايد ورته درناوى وكړي.


