د ترکيې پوليسو په استانبول کې د نوي ميلادي كال په شپه پر يوه شپني كلب بريد کوونکی له پنځو نورو کسانو سره نيولی دی.
پوليسو ويلي، چې بريد کوونکی عبدالقادر مشاريپوف نومېږي، د ازبکستان اوسېدونکی دی او له داعش ډلې سره يې اړيکه درلوده.
پوليسو ياد وسله وال په اسن يورت سيمه کې، چې په استانبول کې موقعيت لري، د يو قرغزي اوسېدونکي په کور کې له خپل زوی سره يو ځای نيول شوی دی.
بايد ياده شي، چې د ترکيې په استانبول ښار کې د نوي ميلادي کال د جشن مراسمو په مهال په يوه نڅا ځای کې د خونړي بريد له كبله ۳۹ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.


