ads

کاپيسا کې په ځانمرګو بريد کوونکو خپله ماين چاودلی

په كاپيسا ولايت كې د خپلو چاودېدونكو توكو چاودنه كې يو ځانمرګى بريد كوونكى وژل شوى او يو بل ټپي دى.

نویسنده: TKG
27 مرغومی 1395
کاپيسا کې په ځانمرګو بريد کوونکو خپله ماين چاودلی

په كاپيسا ولايت كې د خپلو چاودېدونكو توكو چاودنه كې يو ځانمرګى بريد كوونكى وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، تېر مازيګر د تګاب ولسوالۍ په احمدزيو سيمه کې دوو ځانمرګو بريد كوونكو په يو موټر سايکل کې چاودېدونکي توكي ځاى پر ځاى کړي وي، چې پر دوى يې چاودنه كړې ده.
د هغه په وينا، په تګاب ولسوالۍ كې ځانګړي عمليات روان دي او دغو ځانمرګو بريد كوونكو غوښتل د امنيتي ځواكونو پر كاروان بريد وكړي، خو مخكې له دې، چې افغان ځواكونو ته نږدې شي، چاودنه شوې ده.
يوسفزي زياته كړه، په دې پېښه كې يو ځانمرګى بريد كوونكى وژل شوى، بل ټپي دى او امنيتي ځواكونو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا ډېرى جنوبي سيمې له وسله والو پاكې شوي او په يو شمېر سيمو کې سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو پوستې جوړې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA