ولسي جرګې نن د رايو په اکثريت د ۱۳۹۶ مالي کال بوديجه تصويب کړه.
د ياد مالي كال بوديجه ۴۲۹ ميليارده افغانۍ ده، چې ۲۶۸ ميليارده يې عادي او ۱۶۱ ميليارده يې پراختيايي بوديجه ده.
دا په داسې حال كې ده، چې ولسي جرګې تر دې وړاندې ياده بوديجه د نا انډول توب له کبله رد كړې وه او همدارنګه ټاكل شوې وه، چې د تېرې شنبې په ورځ وكيلان په دې اړه رايې وركړي، خو دا كار د ځينو وكيلانو د اعتراضونو له كبله ونه شو.
تر ولسي جرګې مخكې مشرانو جرګې هم دغه بودجه تصويب كړې وه.


