د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي او ځکمنيو عمليات کې ۱۰تنه وسله وال وژل شوي او ۲تنه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې تېره شپه افغان ځواکونو ددې ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې عملياتو تر سره کړي، چې په پايله کې يې ۱۰تنه وسله وال وژل شوي،۲تنه نور ټپيان دي او دغه راز يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.


