يوه تركۍ الوتکه په قرغزستان کې غورځېدلې، چې له كبله يې ۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ترکيې خبري رسنۍ وايي، يادې الوتکې له بنکاک څخه الوتنه پيل کړې وه، چې د قرغزستان مناس هوايي ډګر ته څېرمه په يو کلي کې غورځېدلې ده.
د يادې الوتکې د لوېدو علت خراب موسم ښودل شوى دى.
د غورځېدلې الوتکې له كبله د ياد کلي پنځلس کورونه هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
په الوتکه کې د سوداګريزو توکو ترڅنګ څلور تنه عمله هم موجوده وه، چې درې يې وژل شوي او يو تن ژغورل شوى دى.


