ads

د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين د ننګرهار وضعيت په اړه ناسته وکړه

د ننګرهار امنيې قومندانۍ چارواکي وايي، د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ددغه ولايت امنيتي مسوولينو ته د امنيت ښه کېدو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړ سپارښتنې وکړې.

نویسنده: TKG
27 مرغومی 1395
د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين د ننګرهار وضعيت په اړه ناسته وکړه

د ننګرهار امنيې قومندانۍ چارواکي وايي، د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ددغه ولايت امنيتي مسوولينو ته د امنيت ښه کېدو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړ سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال لوی پاسوال سالم احساس د ننګرهار د امنيې قومندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني سره په ګډه ناسته کې د دغه ولايت دامنيتي وضعيت د لا ښه کېدو، د ترهګرو او مجريمونو د ناوړه کړنو په مخنيوي او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.
نوموړی وايي، په دغه ناسته کې په ننګرهار کې د ګډو امنيتي ځواکونو د ښې همغږۍ، لاس ته راړونو او فعاليتونو ته د پراختيا پر چارو ټينګار وشو.
د کورنيو چارو وزارت چارواکي په داسې حال کې د ننګرهار امنيت په اړه ناسته کوي، چې لاهم د ښار په ګډون په ګڼو ولسواليو کې خلک ارامه ساه نه شي اخيستلای.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA