ads

د ننګرهار کارګر ماشومان کابل ته زده کړو لپاره راوړل کېږي

د ننګرهار خښتو بټيو کې پر شاقه کارونو بوخت ماشومان د كابل ښار خوشال خان لېسې ته د زده کړو په هدف لېږل کېږي.

نویسنده: TKG
27 مرغومی 1395
د ننګرهار کارګر ماشومان کابل ته زده کړو لپاره راوړل کېږي

د ننګرهار خښتو بټيو کې پر شاقه کارونو بوخت ماشومان د كابل ښار خوشال خان لېسې ته د زده کړو په هدف لېږل کېږي.
دا خبره د ننګرهار د قومونو او قبايلو چارو رياست د جرګو مدير د کار او ټولنيزو چارو رياست کې د ټولنيز مصئونيت غونډې په مهال وکړه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شېرزاد د ټولو اړوندو ادارو مسوولينو او استازو ته لارښوونه وکړه، هغه ماشومان، چې شاقه کارونه ترسره کوي او له زده کړو بې برخې دي، د ژوند ښه کېدو په هدف يې لازم تصميمونه ونيسي.
شېرزاد د غونډې له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار ولايت په ځانګړي ډول په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټيو کې د هغو ماشومانو د ژوند ښه کېدو لپاره لاس په کار شي، چې دا مهال پر شاقه کارونو بوخت او د زده کړو له نعمته بې برخې دي.
د ننګرهار د قومونو او قبايلو چارو رياست د جرګو مدير شېراغا وويل، هغه ماشومان، چې اوس مهال د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو کې کار کوي، په کابل کې يې د خوشال خان په لېسه کې د زده کړو او اوسېدو اسانتياوې ورته برابرې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA