د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وايي، دوی د هېواد لويې لارې او سړکونه په دوو کورېدورو کې پلان کړي، چې په وينا يې ډېرې پروژې يې بشپړې کړې هم دي.
دغه څرګندونې د ټولګټو چارو وزير محمود بليغ نن په کابل کې د دې وزارت د ۱۳۹۵ کال د کاري راپور وړاندې كولو غونډه کې وکړې.
نوموړي وويل، چې شمال څخه جنوب او ختيځ څخه لوېديځ ته يې په دوه کورېدورو کې ډېرې پروژې عملي کړې دي.
بليغ له شمال څخه جنوب ته د دره صوف – يکاولنګ سړک يادونه وکړه، چې شاوخوا دوه نيم سوه زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.
هغه زياته كړه، په پلان کې لري، چې هرات ولايت د مركزي ولايتونو د لويو لاريو په واسطه کابل او بيا ننګرهار سره ونښلوي.
د ټولګټو چارو وزارت په داسې حال کې د هېواد د يو شمېر سړکونو او لويو لارو د جوړېدو يادونه کوي او په دې برخه کې د خپلو لاسته راوړنو معلومات وړاندې کوي، چې همدا اوس د هېواد ډېرى لويې لارې او سړکونه د خراب کيفيت له کبله د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.


