د هلمند چارواكي وايي، ددغه ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پر مهال د طالبانو د مهمو قومندانانو په ګډون ۲۵ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد هوايي بريدونه پرون وروسته له غرمې د موسی کلا ولسوالۍ په بازار کې د طالبانو پر يوې مهمې غونډې شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې د پاکستان د استخباراتي شبکې د دوه تنو په ګډون ۱۵ وسلوال مخالفين وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
خبرپاڼه وايي، چې په ټپيانو کې هم د پاکستان د استخباراتي شبکې دوه تنه شامل دي.
دغه راز د يادو هوايي بريدونو پر مهال يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم لمنځه تللې دي.
وسله طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


