ads

ننګرهار کې داعشيانو ۱۳ تنه ديني عالمان برمته کړي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، داعش وسله والو په هسکه مېنه کې ۱۳ ديني عالمان له ځانه سره وړي دي.

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1395
ننګرهار کې داعشيانو ۱۳ تنه ديني عالمان برمته کړي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، داعش وسله والو په هسکه مېنه کې ۱۳ ديني عالمان له ځانه سره وړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې نن له غرمې وړاندې نهه نيمې بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ په شپولې سيمه کې د مشر ملاصيب په دينې مدرسه کې د زده کوونکو د ازموينې پرمهال داعش وسله والو د يادې مدرسې ۱۳ استادان له ځانه سره بيولي دي.
نوموړی وايي، ولايتي ادارې هڅې پيل کړي، ترڅو ياد ديني استادان را خلاص او خپلو کورنيو ته يې وسپاري.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA