ads

ننګرهار کې به ځمکې له غاصبینو خلاصې شي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، ټولو حکومتي ښارګوټو کې قانوني اسناد لرونکو ته نمرې ورکول کیږي؛ خو ولسي خلک یې د خوب لیدل بولي.

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1395
ننګرهار کې به ځمکې له غاصبینو خلاصې شي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، ټولو حکومتي ښارګوټو کې قانوني اسناد لرونکو ته نمرې ورکول کیږي؛ خو ولسي خلک یې د خوب لیدل بولي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې والي ګلاب منګل په ملي پوځ کې د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړو سره په خبرو کې ویلي، چې ټول دولتي ښارګوټې د غاصبینو له منګولو خلاصوي او اسناد لرونکو خلکو ته به خپلې نمرې ووېشل شي.
هغه وایي، د نمرو په دغه وېش کې به لومړیتوب د پوځ په لیکو کې د وژل شویو کورنیو او پولیسو ته ورکړل شي.
د ننګرهار والي په داسې حال کې د غصب شویو ښار ګوټو د خلاصون او وړ کسانو ته د وېش خبره کوي، چې په ځلونه وړاندې هم د ننګرهار والي د غصب د مخنیوي خبرې کړي؛ خو په عمل کې یې تراوسه هېڅ هم نه دي کړي او ډېر کله داسې خبرونه د خلکو د تېر ایستلو لپاره خپرېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA