د ختيځ زون په کچه پرون د ماشوم پالنې او روزنې يو ورځنى ورکشاپ ترسره شو.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد له قوله راغلي، دغه ورکشاپ د يونيسف ادارې په مالي همکارۍ جوړ شوى و، چې په کې پر ننګرهار سربېره له کونړ او لغمان ولايتونو څخه د ۷ ولسواليو شاوخوا ۱۱۲ تنو قومي مشرانو ګډون کړى و.
د شېرزاد په وينا، په دې يو ورځني ورکشاپ کې مخورو ته د ماشومانو د حقونو په اړه معلومات ورکړل شول او هغوى ته لارښوونه وشوه، چې دغه معلومات د خپلو سيمو په ښارونو، کليو او کورونو کې له نورو ولسونو سره د پوهاوي په هدف شريک کړي.


