ads

عدلیې وزارت ۱۰۰زره شکایتونه ثبت کړي

د عدليې وزارت چارواکي وايي، دملی یووالی حکومت له پیل څخه تر اوسه د هــېــوادوالــو له خوا په رسمي توګه څه باندې سل زره شكايتونه ثبت شوي دي.

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1395
عدلیې وزارت ۱۰۰زره شکایتونه ثبت کړي

د عدليې وزارت چارواکي وايي، دملی یووالی حکومت له پیل څخه تر اوسه د هــېــوادوالــو له خوا په رسمي توګه څه باندې سل زره شكايتونه ثبت شوي دي.
د دغو شکایتونو ډېر یې په مدني او املاکي برخو کې او د پورونو د ورکړې او سوداګرۍ په تړاو د عدليې وزارت د قضاياوو د ثبت او حقونو له ادارې سره ثبت شوي دي.
د عدليې وزارت وياند امان رياضت وايي، دغه وزارت تر اوسه یوازې ۷۸۱۱ شكايتونو ته رسېدنه كړې. رياضت زياتوي چې عدليې وزارت سږ كال د محكمو ۲۲۰۶ پرېكړې هم عملي كړې چې د شكايتونو له ثبت څخه وروسته صادرې شوې دي. د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ له څه باندې ۱۰۰ زره ثبت شويو شكايتونو څخه ۲۴۲۷۹ يې د مدني حقونو او كورنيو مسايلو سره تړاو لري.
د عدليې وزارت وياند وايي، جنسي ځورونې، وهل او ډبول، طلاق، د ښځې يا ميړه صعب العلاجه ناروغۍ او له ښځو څخه د مېړونو اوږدمهاله لرې والى د دغه شكايتونو لويه برخه جوړوي. امان ريــاضــت زيــاتــوي، د روان كال لــه وري مياشتې د لړم د ميــاشتې تر پيل پورې يوازې په كابل كې د عدليې وزارت د حقونو په رياست كې ۷۴ تنو ښځو د طلاق او يا كوژدې د لغوه كولو غوښتنليكونه وركړي دي.
دا په داسې حال كې ده چې له دې وړاندې يو شمېر هېوادوالو ويلي وو چې د عدليې وزارت د حقونو رياستونه او مديريتونه د دوى شكايتونو ته رسېدنه نه كوي.
موږ په دې راپور کې یوازې پر کورنیو او مدني شکایتونو بحث كوو چې شمېر یې ۲۴۲۷۹ ته رسېږي. په لویه څارنوالۍ كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د منعې د څارنوالۍ مشره پروين رحيمي وايي، كومې شمېرې چې د عدلېې وزارت له خوا خپرې شوې او یوازې کابل کې ۷۴ تنو ښځو د طلاق او يا د كوژدې د لغوه کولو غوښتنليكونه وركړي، د بېلابېلو موضوعاتو څرګندونه کوي. نوموړې وايي، لومړی دا چې نن ورځ ښځې دوی ته د نفقې نه وركول، روحي، رواني او جسمي ازار، د مهر نه وركول او يا د مېړه غيابت د خپل تقدير او برخليك په توګه نه بلكې په ګډ ژوند كې له خپل حق سرغړونه ګڼي او د همدې لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته په مراجعې سره د خپلې ستونزې حل غواړي. د نوموړې په خبره، بل علت يې عدلي بنسټونو ته د ښځو لاسرسی دی چې په اسانۍ سره كولای شي خپلې ستونزې هلته ثبت كړي. پروين رحيمي زياتوي، بله موضوع چې د دې شمېرو د لوړېدو سبب شوې د نارينهوو بيكاري، اعتياد او کډوالي ده. له همدې کبله ښځو ته د دوی حقونه نه رسېږي.
له بل لوري بيا د عدليې وزارت چارواكي وايي، هڅه کوي ډېری کورني مسایل او ستونزې د منځګړتوب له لارې حل کړي. د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت وايي، كله چې شكايتونه دوی ته رسېږي، نو په لومړي ګام كې هڅه كوي چې د قضیې دواړه خواوې وغواړي او د منځګړتوب په وسيله د هغوی ستونزو ته د حل لار ومومي، خو كه دا امكان موجود نه وو او د هغوی شكايتونه د پاملرنې وړ وو، نو محكمې ته لېږدول كېږي چې فيصله پرې وكړي او دوی یې بیا تطبیق کړي.
نوموړی زياتوي، د ملي يووالي حكومت له پيل څخه تر ننه پورې یې د محكمو نږدې ۳۰۰۰ فيصلې عملي كړي دي او له ۸ زرو زياتې قضيې یې د منځګړتوب له لارې حل کړې دي.
خو بل لور ته بیا ډېری هغه کسان چې شکایتونه لري پر دولت تور پورې کوي چې شکایتونو ته یې په وخت رسېدنه نه کېږي او قضیې یې ډېرې ځنډېږي، خو د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت وايي، په عدلي او قضايي بنسټونو كې پېښو ته د څېړنو د سيستم پر بنسټ رسېدنه کېږي: ((كله چې د پېښې يوه خوا خپل شكايت درج كړي، نو هغه كسان چې په شكايت كې ترې يادونه شوې وي غوښتل كېږي او له څېړنو وروسته دوسيه محكمې ته ځي، مدافع وكيل ټاكل كېږي، څارنوالان څېړنې کوي او د درېیو محكمو د فيصلو وروسته موږ دا فيصله عملي كوو، ځكه نو دا بهیر وخت غواړي او نه شي كېدای چې ژر تر ژره فيصله وشي.))
په همدې حال کې په لویه څارنوالۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د منعې د څارنوالۍ مشره پروين رحيمي هم د امان رياضت خبرې تاییدوي: ((په محکمو كې پېښو ته د رسېدنې بهير ډېر چټك، روښانه او قانوني دی، همدا چې د محکمو د دروازو شاته په پراخه کچه خلک راغونډېږي، نو دا ښيي چې خلک په محکمو باور لري او مراجعه ورته کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA