د سوريې په دير الزور ښار كې داعش وسله والې ډلې پراخ بريدونه پيل كړي او په جګړه كې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوريې د بشري حقونو د څار ټولنه، چې مرکز يې په لندن کې دى وايي، له پرون راهيسې د داعش وسله والو او د سوريې د پوځ ترمنځ په ياد ښار کې سخته جګړه روانه ده.
حکومتي ځواکونو ويلي، چې په دې جګړه کې يې شل داعش وسله وال وژلي او دغه راز د دوى شپاړس سرتېري هم وژل شوي دي.
بايد ياده شي، چې تر دې وړاندې د سوريې حکومتي ځواکونو د دغه هېواد په يو شمېر سيمو کې پر داعش وسله والو پراخ بريدونه پيل کړي وو، خو دا لومړى ځل دى، چې داعش لاس په متقابل بريد پورې کړى دى.


