د پچير اګام ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، د ملکي خلکو پر يوه ډاډ سن ډوله موټر د چاودنې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پچير اګام ولسوال هجرت الله رحماني کليد ته وويل، چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې د پچير اګام ولسوالۍ د لاندې صبر په برغولې سر سيمه کې د ملکي وګړو په يوې ډاډ سن ډوله موټر د سرک غاړې ماين چاودنه شوې، چې پر مهال يې په موټر کې سپاره ۵ تنه وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، په ټپيانو او وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
رحماني زياتوي، سيمې ته يې مرستندويه ځواکونه لېږلې او اوس مهال ټول ټپيان د عامې روغتيا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
هڅه مو وکړه، چې د ننګرهار د عامې روغتيا د روغتون مسوولينو نظر هم په دې اړه را واخلو خو دوی زموږ ټلفون ته ځواب ورنه کړ.
تر اوسه پورې د دغې چاودنې پړه چا پر غاړه نه اخيستې.


