د سړوبي او کاپيسا سړک له يو کال وروسته د ټرافيکو پر مخ پرانيستل شو

د کاپيسا د امنيتي چارواکو وايي، د تېر يو نيم کال راهيسې د کاپيسا او د سروبي په لويه لار باندې د امنيتي ستونزو له امله لويو بار وړونکو او يو شمېر مسافر وړونکو موټرو تګ او راتګ نه شو کولای، چې اوسمهال د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې په ياده لار باندې هر ډول موټر تګ او راتګ کولای شي.