د کاپيسا د امنيتي چارواکو وايي، د تېر يو نيم کال راهيسې د کاپيسا او د سروبي په لويه لار باندې د امنيتي ستونزو له امله لويو بار وړونکو او يو شمېر مسافر وړونکو موټرو تګ او راتګ نه شو کولای، چې اوسمهال د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې په ياده لار باندې هر ډول موټر تګ او راتګ کولای شي.
د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزی وايي، اوسمهال په ياده لار باندې د سيمه ييزو پوليسو او د ملي اردو پوستې او کمپونه جوړ شوي دي، چې هر ډول مسافر کولای شي، په ياده لار باندې شپه او ورځ تګ او راتګ وکړي.
د يادونې وړ ده، چې څو کاله وړاندې د ترانزيټي سړک د جوړېدو په هدف د سروبي او کاپيسا سړک قير شوی و، خو وروسته د امنتيي ستونزو له امله د تګاب په جنوبي برخه کې د دې سړک ځينې برخې د ماين چاودنو له امله ويجاړې شوې هم دي.


