د سالنګو د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين د مسافرو پر مخ د سالنګ لويې لارې د پرانيستې ډاډ وركوي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ډګر جنرال محمد رجب نن كليد ته وويل، چې د سالنګونو په شمالي او جنوبي برخو كې واوره ورېږي او تراوسه ۷۵ سانتي متره واوره پر ځمكې جمع شوې ده.
نوموړي زياته كړه، له ټېلرو پرته ټول مسافر وړونكي او بار وړونكي موټر كولاى شي، چې د سالنګ پر لويه لاره تګ راتګ وكړي.
هغه له ټولو مسافرو او موټر چلوونكو غواړي، چې پر ياده لويه لار د سفر لپاره دې په ټولو اړينو وسايلو ځانونه سمبال كړي.
د سالنګ لويه لار، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، هر كال د واورې ورېدنې له كبله څو وارې تړل كېږي او ځينې وخت په كې مرګ ژوبله هم رامنځته كېږي.


