ads

بروكسل كې پوليسو ۳ شکمن کسان نيولي

د بلجيم پايتخت بروکسل کې د پوليسو له خوا پلټونکو عملياتو کې درې شکمن کسان نيول شوي دي.

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1395
بروكسل كې پوليسو ۳ شکمن کسان نيولي

د بلجيم پايتخت بروکسل کې د پوليسو له خوا پلټونکو عملياتو کې درې شکمن کسان نيول شوي دي.
چارواکي وايي، ياد کسان يې د بروکسل په مولن بيک سيمه کې د ترهګريزو کړنو په تور نيولي دي.
د بلجيم پوليسو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې له يادو کسانو سره يې وسلې هم نيولې دي.
دغه کسان په يو اپارتمان کې نيول شوي دي.
بايد ياده شي، چې په بلجيم کې له تېرو دوو کلونو راهيسې خونړيو ترهګريز بريدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې تر ډېره يې داعش وسله والې ډلې مسووليت منلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA