ads

افغانستان په كركټ كې ايرلنډ ته په پنځو وېكټو ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو د صحرا جام شل اوريزې سيالۍ په بريا سره پيل کړې.

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1395
افغانستان په كركټ كې ايرلنډ ته په پنځو وېكټو ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو د صحرا جام شل اوريزې سيالۍ په بريا سره پيل کړې.
دا لوبه تېره شپه په متحده عربي اماراتو كې ترسره شوه، پچه يې د ايرلنډ لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې كړه.
دوى په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې جوړې كړې او افغان لوبډلې ته يې د لوبې ګټلو لپاره د ۱۲۶منډو هدف وټاكه.
افغان لوبډلې ورکړل شوى هدف په ۱۸ اعشاريه ۴ اورونو كې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او د ايرلنډ لوبډلې ته يې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
محمد نبي د دوه وېکټو په اخيستو او ۲۶ منډو په جوړولو سره د سيالۍ د غوړه لوبغاړي جايزه ترلاسه كړه.
تر لوبې وروسته د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانكزي رسنيو ته وويل، د ۲۰۱۷م کال پيل يې په بريا سره وکړ او هيله لري، چې سږ کال هېواد ته زياتې برياوې ترلاسه کړي.
افغانستان به د كركټ نړۍ د دوهمې درجې مخكښو اتو لوبډلو ترمنځ د صحرا په نوم شل اوريزو سياليو كې خپله دوهمه لوبه سبا له كوربه هېواد متحده عربي اماراتو سره ترسره كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA