په كاپيسا ولايت كې د پوليسو د ځانګړې قطعې د عملياتو په مهال د يو مهم قوماندان په ګډون درېيو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه يوه بجه د دې ولايت په كوهبند ولسوالۍ كې ترسره شوي دي.
د هغه په خبره، د يادو عملياتو په ترڅ كې د عبدالخير په نوم مشهور طالب قوماندان وژل شوى او دوه نور ملګري يې ټپيان دي.
يوسفزي زياته كړه، د عملياتو په مهال د دولت د وسله والو مخالفينو يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي.
د كاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې په دې عملياتو كې امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


