ads

غزني کې د اتو قوماندانانو په ګډون د فساد په تور ۱۸ پوليس نيول شوي

د غزني ولايت د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، د پوليسو په ليکو کې د فساد له منځه وړلو ته ژمن دي او هېڅوک مکلف نه دي، پوليسو ته د لارو په اوږدو او چېک پواينټونو کې پيسې ورکړي.

نویسنده: TKG
25 مرغومی 1395
غزني کې د اتو قوماندانانو په ګډون د فساد په تور ۱۸ پوليس نيول شوي

د غزني ولايت د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، د پوليسو په ليکو کې د فساد له منځه وړلو ته ژمن دي او هېڅوک مکلف نه دي، پوليسو ته د لارو په اوږدو او چېک پواينټونو کې پيسې ورکړي.
د غزني امنيې قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وويل، د روان کال په اوږدو کې يې د ولسواليو اته قوماندانان او د پوليسو ۱۰ ټيټ پوړي منسوبين د غير قانوني اخاذيو او فساد په تور له دندو ګوښه او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.
د امرخېل په وينا، د پوليسو په ليکو کې د مفسدو منسوبينو په تشخيص او پېژندګلوي کې دې ورسره خلک مرسته وکړي او په هېڅ صورت دې د لارو په اوږدو او چيک پواينټونو کې پوليسو ته پيسې نه ورکوي.
د يادونې وړ ده، چې د غزني امنيې قومندان د فساد تر څنګ د پوليسو نږدې هغه ۹۰ تنه منسوبين او سرتېري هم د پوليسو له ليکو ايستلي، چې د نشه يي توکو پر کارولو روږدي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د غزني – کندهار، غزني – پکتيکا او غزني ښار په اړوندو سيمو کې ډېرى موټر چلوونکي د پوليسو له غير قانوني اخاذيو څخه سر ټکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA