عراقي ځواکونو ادعا کړې، چې د موصل پوهنتون ودانۍ يې له داعش وسله والو نيولې او د جګړې په مهال يې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
عراقي جنرال عبدالامير وايي، چې له تېرو څو اونيو راهيسې يې په موصل ښار کې ګڼې لاسته راوړنې درلودې.
نوموړي د عراقي ځواکونو د پرمختګ په اړه وويل، چې داعش وسله وال اوس د دجلې غاړو ته په شا شوي دي.
دى زياتوي، داعش ډلې د دجلې سيند يو شمېر پلونه په بمونو الوځولي، ترڅو د دوى د ځواکونو د پرمختګ مخه ونيسي.


