ads

جېمز ماټيس د واشنګټن او پاكستان پر اړيكو پر غور كولو ټينګار وکړ

د امريکا نوي منتخب جمهور رييس ډونالډ ټرمپ له خوا دفاع وزارت ته نومول شوى کانديد جېمز ماټيس وايي، که چېرې دى د دفاع وزير په توګه ومنل شي، نو له پاکستانه به وغواړي، چې نور هم د ترهګرو په وړاندې مبارزه چټکه کړي.

نویسنده: TKG
25 مرغومی 1395

ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د انتخابېدو په صورت کې به پر پاکستان زور راوړي، چې خپله خاوره كې ترهګر وځپي.
د جېمز ماټيس په خبره، په دې برخه کې به له پاکستان سره پر اړيکو له سره غور هم کېږي.
نوموړى زياتوي، د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې له اوږدې مودې راهيسې پر پاکستان بې باورۍ زياتې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA