ads

افغانستان نن له ايرلنډ سره د كركټ لوبه كوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن شپه په متحده عربي اماراتو كې د صحرا په نوم شل اوريزو سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د ايرلنډ لوبډلې سره ترسره كړي.

نویسنده: TKG
25 مرغومی 1395
افغانستان نن له ايرلنډ سره د كركټ لوبه كوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن شپه په متحده عربي اماراتو كې د صحرا په نوم شل اوريزو سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د ايرلنډ لوبډلې سره ترسره كړي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت د شپې اووه نيمې بجې پيل شي.
د افغانستان كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو كې ګډون كوونكې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
په الف ګروپ کې افغانستان، ايرلنډ، نميبيا او کوربه هېواد متحده عربي امارات سره يوځاى شوي او په ب ګروپ کې به سکاټلنډ، هانګ كانګ، عمان او هالنډ له يو بل سره لوبې وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزى وايي، د نړۍ د بهترينو اتو دويمه درجه کرکټ لوبډلو لپاره دغه ټورنمنټ د وړوکي نړيوال جام بڼه لري.
د نوموړي په وينا، د صحرا ټورنمنټ لوبې او اتلولي ګټل د هرې لوبډلې لپاره مهم دي او په يوه ويډيويي پيغام کې يې له خپلو مينه والو غوښتي، چې د افغان لوبډلې د ملاتړ او تشويق په هدف لوبغالي ته ورشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA