د کاپيسا امنيتي چارواكي وايي، چې اوس مهال د دې ولايت د تګاب ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، چې امنيتي ځواکونو په ياده ولسوالۍ كې له طالبانو څخه لسګونه لويې او وړې سيمې نيولې دي.
د هغه په وينا، په دې جګړه کې د څلورو قوماندانانو په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۳ طالبان او پنځه امنيتي سرتېري ټپيان دي.
يوسفزي زياته كړه، امنيتي ځواكونو د تګاب د مرکز له شمال او جنوب دواړو خواوو عمليات پيل کړي او په خبره يې، دا عمليات به له وسله والو د تګاب د ټولې جنوبي سيمې تر پاكولو پورې دوام ولري.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د کاپيسا په تګاب او نجراب ولسواليو کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا د غبار په نوم تصفيوي عمليات پيل شوي، چې اوس هم روان دي.


