ads

نورستان په كركټ كې هرات ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه

په خوست کې نن د الکوزي ۱۶ کلنو تنكيو ځوانانو ولايتي يو ورځنيو لوبو په لړ کې د نورستان لوبډلې د هرات لوبډلې ته د ۸ وېکټو په توپير ماتې ورکړه.

نویسنده: TKG
24 مرغومی 1395
نورستان په كركټ كې هرات ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه

په خوست کې نن د الکوزي ۱۶ کلنو تنكيو ځوانانو ولايتي يو ورځنيو لوبو په لړ کې د نورستان لوبډلې د هرات لوبډلې ته د ۸ وېکټو په توپير ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د نورستان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
د هرات لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د نورستان لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه، خو د نورستان لوبډله د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلي هدف ته ورسېده او لوبه يې په خپله ګټه تمامه کړه.
نورستاني لوبغاړي حميد، چې ۵۹ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
يادې لوبې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ۲۰ لوبډلو ترمنځ پيل شوي او د روانې جنوري مياشتې تر پايه به دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA