ads

د هلمند د ښوونځيو لپاره لښكرګاه ته سلګونه زره كتابونه انتقال شوي

د هلمند د پوهنې رياست چارواكي وايي، له اووه كلن ځنډ وروسته د پوهنې وزارت لخوا د دې ولايت د ښوونځيو د زده كوونكو لپاره سلګونه زره كتابونه ور لېږل شوي، چې پر مركز لښكرګاه سربېره د ولسواليو ښوونځيو ته به هم وركړل شي.

نویسنده: TKG
24 مرغومی 1395

د هلمند د پوهنې رئيس قدرت الله يعقوبي په وينا، تر دې مهاله څلور زره او سل کارتنه کتابونه د پوهنې وزارت له لوري ور رسېدلي دي.
نوموړى زياتوي، د هلمند لپاره  ۶۸۰۰ کارتنه درسي كتابونه ځانګړي شوي، چې پاتې به يې هم ډېر ژر لښکرګاه ته انتقال شي.
يعقوبي که څه هم په هر كارتن كې د موجودو كتابونو كره شمېر په ډاګه نه کړ، خو ويې ويل، چې په هر يوه كې له ۶۰ تر  ۱۰۰جلده کتابونه ځاى پر ځاى شوي، ځكه ځينې يې لوى او ځينې يې كوچني كارتنونه دي.
بلخوا د هلمند د ځينو ښوونځيو زده كوونكي وايي، دوى کتابونه نه درلودل او که ورته وركړل شوي هم وو، هغه زاړه وو او ډېر ژر له منځه لاړل.
د دوى په خبره، يو شمېر كتابونه يې په بازار کې په خپلو شخصي پيسو اخيستي دي.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال په هلمند كې شاوخوا ۲۱۷ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د هغوى له ډلې ۶۰۰۰۰ زره يې ښځينه دي او د دې ولايت له ۴۰۲ ښوونځيو څخه ۱۲۲ يې اوس هم د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA