ads

د ننګرهار د شپږو ولسواليو لپاره د القاعده شبکې مالي مسوول ونيول شو

د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ په ۲۶مې ويالې سيمه کې تېره شپه ځانګړو کورنيو ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د شينوارو شپږو ولسواليو لپاره د القاعده شبکې مالي مسوول حضرت الله له څلورو نورو شکمنو کسانو سره يو ځاى نيول شوى دى.

نویسنده: TKG
24 مرغومی 1395

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د يادو عملياتو په مهال د مقاومت له كبله شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي، چې سرچينې يې د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
سرچينه وايي، د عملياتو په ترڅ كې امنيتي ځواکونو دوه د شپنيو عملياتو دروبينونه، د مخابرو انتنونه، يو ميل کلاشينکوف او ځينې نور وسايل هم ترلاسه کړي دي.
خو د ځايي اوسېدونكي نادر خان په خبره، په دې عملياتو کې شپږ تنه عام وګړي وژل شوي دي.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يادو عملياتو د بشپړې څېړنې په هدف يو مسلکي پلاوى سيمې ته استولى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA