د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنه يا نی وايي، د دوو خبريالانو وژل کېدل او يوه ټپي کېدل د افغانستان د رسنيزې ټولنې لپاره ستره ضايعه ده.
د دغه ادارې له لوري کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د جدي په ۲۱مه په کابل کې په دوه ځانمرګو بريدونو کې د نورو هېوادوالو تر څنګ د ولسي جرګې ټلويزيون دوه خبريالان نورالله او مېرمن فريده وژل شوي او د خرد اونيزې خبريال طاهر پيمان ټپي دی.
خبرپاڼه زياتوي، چې د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنه يا نی له يوه لوري په ټول افغانستان کې د ناامنيو د زياتېدو له کبله اندېښنه لري، له بل لوري د خبريالانو د ژوند په تړاو هم سخت اندېښمن دي او له رسنيزو ادارو غواړي، چې تر هر څه وړاندې د خپلو خبريالانو ساتنې او امنيت ته پام وکړي.
نی له امنيتي ادارو هم غوښتي، چې ژر تر ژره دې د خبريالانو د امنيت لپاره ځانګړی امنيتي ځواک جوړ شي څو د وسله والو بريدونو پر وخت او ناامنو سيمو کې د خبريالانو امنيت خوندي کړي.


