ads

طالبانو د امريکاىي پوهنتون د استادانو وېډيو خپره کړه

وسله والو ‌طالبانو د امريکايي پوهنتون د دوو تښتول شوو پروفيسرانو وېډيو خپره کړه.

نویسنده: TKG
23 مرغومی 1395
طالبانو د امريکاىي پوهنتون د استادانو وېډيو خپره کړه

وسله والو ‌طالبانو د امريکايي پوهنتون د دوو تښتول شوو پروفيسرانو وېډيو خپره کړه.
دغه استادان د تېر کال په اګسټ مياشت کې په کابل کې د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شول.
دغه دوه تنه چې کيون کينګز او ټيموتي جان ويکس نومېږي له امريکا غواړي، چې د دوی د خوشې کولو لپاره له وسله والو ‌طالبانو سره خبرې وکړي.
کيون کېنکز د امريکا او ټيموټي جان ويکس د اسټراليا اوسېدونکی دی.
دوی د امريکا له نوي ټاکل شوي جمهور رييس ډونالډ ټرمپ نه غواړي، چې د څرخي پله او بګرام له زندانونو د دوی د خوشې کېدو په بدل کې طالب بنديان خوشې کړي.
دوی له خپلو کورنيو هم غواړي، چې د امريکا پر حکومت دې فشار راوړي، څو د دوی د خوشې کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
په دغه وېډيو کې کىون کىنګز واىي، دوی نه پوهېږي، چې طالبان به دوی ته نوره څومره حوصله وکړي.
وىډىو د همدې روانې جنورۍ مىاشتې په لومړۍ نېټې ثبت شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA