د ۲۰۱۵ کال له وروستىو د ۲۰۱۶ کال تر اګسټ پورې افغان ځواکونو تر خپل کنټرول لاندې ۹ په سلو کې سيمه له لاسه ورکړې ده.
د افغانستان لپاره د امريکا د مرستو ځانګړې څارونکې اداره ىا سيګار وايي، د ۲۰۱۵ کال د نومبر تر ۲۷مې نېټې افغان ځواکونو د هېواد په ولسوالىو کې په ۷۲ سلنه خاوره حاکمىت درلود، خو دغه سلنه د ۲۰۱۶ کال د اګسټ تر ۲۸مې ۶۳ اعشارىه ۳ ته راټيټه شوې ده.
د افغانستان لپاره د امرىکا د مرستو ځانګړي سرمفتش جان سوپکو چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د نړىوالو ستراتېژىکو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې زىاته کړه، هغه وخت چې په ۲۰۱۴ کې افغان ځواکونو د خپل هېواد د ټولو امنيتي چارو مسوولىت پر غاړه واخىست، په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو شمېر هم زىات شو.
سوپکو ټينګار کړى، د وسله والو ډلو زىاتېدل د دې سبب شوی، چې تېر کال ىو شمېر ولسوالۍ د لنډ او اوږد مهال لپاره د افغان ځواکونو له ولکې ووځي.
سوپکو پر دې د ټينګار تر څنګ چې اوس مهال د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې شل وسله والې ډلې فعاليت لري، خو زياتوي چې افغان ځواکونو هغې سيمې بېرته تر خپل حاکميت لاندې راوستې دي، چې د لنډ او اوږد مهال لپاره ترې وسله والو نيولې وې.


