ads

نن لوګر كې د كركټ لوبغالي د بنسټ ډبره كېښودل كېږي

ټاكل شوې نن په لوګر ولايت كې د كركټ معياري لوبغالي د بنسټ ډبره كېښودل شي.

نویسنده: TKG
11 مرغومی 1395
نن لوګر كې د كركټ لوبغالي د بنسټ ډبره كېښودل كېږي

ټاكل شوې نن په لوګر ولايت كې د كركټ معياري لوبغالي د بنسټ ډبره كېښودل شي.
په دې مراسمو كې به د لوګر ولايت او كركټ بورډ چارواكي او يو شمېر نور كسان ګډون وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې پرون د خوست په مرکز کې د کرکټ نړيوال لوبغالى ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو كې زرګونو کسانو ګډون کړى و.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل كليد ته وويل، چې پر دغه لوبغالي شاوخوا ۶۲ ميليونه افغانۍ د جرمني سفارت لخوا لګول شوي او د شاوخوا اوو زرو نندارچيانو د ځايولو ظرفيت لري.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د لوبغالي د پراختيا پلان لري او په خبره يې، د لوبغاړو لپاره به ځينې اسانتياوې هم برابرې کړي.
د خوست والي حکم خان حبيبي، د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات او د لويې پکتيا وکيلانو ټولو په يوه خوله له کرکټ بورډ څخه وغوښتل، چې د دغه لوبغالي د پراختيا او پرمختيا لپاره کار وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA