د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په اچين ولسوالۍ کې د يوه قومندان په ګډون څلور وسله وال طالبان وژلي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د اچين ولسوالۍ په انځري سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې د وسله والو طالبانو د يوه قومندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی وايي، په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ګڼ شمېر وسلې هم تر لاسه کړې دي.
مشرقيوال دغه راز وايي، چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ په حافظ کوډۍ سيمه کې د وسله والو طالبانو يو ډل مشر نيولی دی.
مشرقيوال زياتوي، چې نيول شوی وسله وال طالب اوس مهال د نورو پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


