ads

د ملي شورا غړي د هوا د ککړتيا پر ضد لاريون کوي

په كابل ښار كې د هوا ككړتيا زياتېدو له كبله نن د ملي شورا يو شمېر غړي په دغه ښار كې لاريون او د دې ستونزې د حل غوښتنه كوي.

نویسنده: TKG
11 مرغومی 1395
د ملي شورا غړي د هوا د ککړتيا پر ضد لاريون کوي

په كابل ښار كې د هوا ككړتيا زياتېدو له كبله نن د ملي شورا يو شمېر غړي په دغه ښار كې لاريون او د دې ستونزې د حل غوښتنه كوي.
د ولسي جرګې د ښځو چارو كمېسيون مشرې او د لاريون يوې تظيموونكې فوزيه كوفي كليد ته وويل، د هوا ككړتيا ستونزې د حل په هدف يې په وار وار له مسوولينو سره بېلابېلې غونډې كړې دي، خو كومه مثبته پايله يې نه ده وركړې.
نوموړې ټينګار كوي، چې د دې لوى ګواښ د حل، د حكومت او په ځانګړې توګه د مسوولو ادارو د جدي پاملرنې جلبولو لپاره بايد زيات فشار وارد شي.
كوفي زياته كړه، د نن ورځې لاريون په همدې هدف ترسره كېږي، چې د ملي شورا له دروازې به پيل او د دې شورا د ودانۍ دننه به د مشخصو پيغامونو په خپرېدو سره پاى ته ورسېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې په وروستيو اونيو كې په كابل ښار كې د هوا ككړتيا ډېره زياته شوې او له كبله يې ګڼ شمېر كسان په تنفسي ناروغيو اخته شوي دي.
كه څه هم افغان دولت د چاپېريال ساتنې په نوم يوه خپلواكه اداره له زياتې مالي بوديجې سره په كار ګومارلې، خو په تېره يوه نيمه لسيزه كې د دې ادارې كارونه د قناعت وړ نه وو او دې موضوع د رسېدنې لپاره يې اساسي اقدام نه دى كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA