ads

امريكا كې د امنيتي ځواكونو د نوي کال په رارسېدو ګزمې زياتې شوي

د امريکا د استخباراتي ادارو چارواکو ويلي، چې د نوي کال په درشل کې د هېواد په هېڅ ګوټ کې د ترهګرۍ کوم لوى ګواښ موجود نه دى.

نویسنده: TKG
11 مرغومی 1395
امريكا كې د امنيتي ځواكونو د نوي کال په رارسېدو ګزمې زياتې شوي

د امريکا د استخباراتي ادارو چارواکو ويلي، چې د نوي کال په درشل کې د هېواد په هېڅ ګوټ کې د ترهګرۍ کوم لوى ګواښ موجود نه دى.
استخباراتي چارواکو منلې، چې که څه هم د کوم ستر ترهګريز بريد وېره نه شته، خو په وينا يې، له ترهګريز احتمالي بريد څخه انکار هم نه شي کولى.
د استخباراتي ادارو مسوولينو رسنيو ته ډاډ ورکړى، چې د کوم ممکنه بريد اطلاعات يې نه دي ترلاسه کړي، خو په ټوله امريکا کې د نوي کال په رارسېدو پوليسو او د استخباراتي ادارو ځانګړو ځواکونو ګزمې زياتې کړې دي.
ټاکل شوې سبا په ټوله نړۍ کې د ۲۰۱۷ کال لومړۍ ورځ، چې د جنوري مياشتې له لومړۍ ورځې سره برابره ده، ولمانځل شي.
بلخوا بيا په جرمني، فرانسې او يو شمېر نورو لوېديځو هېوادونو کې امنيتي تدابير سخت کړاى شوي دي، ترڅو د کوم احتمالي ترهګريز بريد مخنيوى وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA