ads

پکتيکا: په لومړي ځل پنځوس نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې

په پکتيکا ولايت د مرکز او ولسواليو څخه د لومړي ځل لپاره له څلورو ښوونځيو پنځوسو تنو نجونو د فراغت وياړ ترلاسه کړ او د يو لړ شانداره مراسمو پر مهال د فراغت تصديق پاڼې ورکړل شوې.

نویسنده: TKG
10 مرغومی 1395
پکتيکا: په لومړي ځل پنځوس نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې

په پکتيکا ولايت د مرکز او ولسواليو څخه د لومړي ځل لپاره له څلورو ښوونځيو پنځوسو تنو نجونو د فراغت وياړ ترلاسه کړ او د يو لړ شانداره مراسمو پر مهال د فراغت تصديق پاڼې ورکړل شوې.
په همدې اړه د پنجشنبې په ورځ جوړو شويو مراسمو کې د پکتيکا پر والي محمدالياس وحدت سربېره، د ولايتي شورا رييس او غړو، د پوهنې رياست مسوولينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او فارغو زده کوونکو برخه اخيستې وه.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت وويل، چې ددې ولايت اوسېدونکو ذهنونه اوس دې ته چمتو شوي، چې خپل اولادونه او په ځانګړې ډول نجونې ښوونځيو ته د زده کړو لپاره ولېږي.
نوموړی وايي، چې اوس هم د نجونو د زده کړو پر وړاندې يو شمېر ستونزې، لکه: د ښوونځيو لپاره د ودانيو کمښت، د ښځينه ښوونکو کموالی او ځينې نورې ستونزې شته، چې په خبره يې د دوی زده کړې يې اغېزمنې کړې دي.
د پکتيکا ولايت د پوهنې رييس محمد نسيم واجد هم په دې اړه وويل، چې فارغې نجونې د پکتيکا د حضرت بلال، بي بي زهرا، بي بي خديجه او فاطمته الزهرا له ښوونځيو فارغې شوې دي.
له ښوونځي فارغې شوې نجونې وايي، هڅه به وکړي، چې د کانکور ازموينې له لارې د خپلې خوښې وړ پوهنځيو ته لاره پيدا او لوړې زده کړې ترسره کړي.
د پكتيكا د پوهنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې د نجونو ۲۹ بابه ښوونځي فعال دي او ګڼ شمېر نجونې پکې خپلې زده کړې ترسره کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA