د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست په هلو ځلو او د چايل فنډ موسسې په مرسته تېره ورځ د دغه ولايت د سره رود، کامې او بهسودو ولسواليو ۶۰۰ تنه روزل شوو ځوانانو ته د حرفوي زده کړو وسايل او نغدې پيسې ورکړل شوې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس عبدالحکيم شېرزاد له قوله راغلي، چې دوى په بېلابېلو مودو کې ۶۰۰ تنه ځوانان د خياطۍ، پرده دوزۍ، نجارۍ، موټر او موټر سايکل د مستريتوب او ګڼ شمېر نورو برخو کې روزلي دي .
د هغه په وينا، د چايل فنډ موسسې په مالي همکارۍ يې ۲۵۰ تنو ته دوه، دوه سوه امريکايي ډالر ورکړل، ترڅو د خپل اړوند کسب د چارو ترسره کولو په هدف ځانته سامان الات واخلي.
شېرزاد زياتوي، ۳۵۰ تنو ته يې د حرفوي زده کړو بېلابېل وسايل اخيستي وو، چې هر تن د ۱۴۰ امريکايي ډالرو په اندازه سامان الات ورکړل شول .
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال هيله څرګنده کړه، چې ياد ځوانان به لسګونو تنو نورو ځوانانو ته خپل زده کړى کسب ور زده او له دې لارې به د خپلې کورنۍ ورځنۍ ستونزې حل کړي.


