د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي امنيتي او دفاعي ځواكونو په ګډو عملياتو كې ۳۴ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپيان دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، لوګر، غزني، زابل، كندهار، اروزګان او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


