ads

لغمان كې ديني عالمانو ته د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړو پروګرام پيل شو

په لغمان کې د ديني عالمانو لپاره معلوماتي ټکنالوجۍ ته د لاسرسي په هدف د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړو لس مياشتنى پروګرام پيل شو.

نویسنده: TKG
10 مرغومی 1395
لغمان كې ديني عالمانو ته د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړو پروګرام پيل شو

په لغمان کې د ديني عالمانو لپاره معلوماتي ټکنالوجۍ ته د لاسرسي په هدف د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړو لس مياشتنى پروګرام پيل شو.
د لغمان ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه لس مياشتنى پروګرام د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د معينيت او د افغانستان د ښوونې او بيارغونې موسسې له لوري د يو ګډ تفاهم له مخې پر مخ وړل کېږي.
د سرچينې په وينا، د دغه پروګرام په ترڅ كې به د څلورو ديني او تعليمي ادارو ۶۰ تنو ته د باتجربه استادانو له خوا د معلوماتي ټکنالوجۍ، انګليسي ژبې او دغه راز د کمپيوټر د بېلابېلو پروګرامونو په برخه کې زده کړې ورکړل شي.
سرچينه زياتوي، د دغو پروګرامونو په زده کړې سره به ديني عالمان وکولى شي، چې له معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخيستنې د ټولنې د فکري روښانتيا او د اذهانو د جوړولو ترڅنګ په خپلو اړونده برخو کې د اړتيا وړ توکو او مسايلو ته د نړيوال جال له لارې په اسانۍ سره لاسرسى ومومي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA